د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د پنجشير، کاپيسا او پروان له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Mar 07 2023 12:19 PM
کاپیسا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د داخلي تفتيش د رئیس محترم مولوي ضيألرحمان "سعيد" په مشرۍ یو پلاوی پنجشير، کاپيسا او پروان ولایتونو ته ولاړ او هلته یې له مسوولینو سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
همداشان، پلاوي د یادو ولایاتو د زندانونو له مسوولینو سره په دې خبرو اترو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا د چارو ښه پرمخ وړلو او د يادو ولایتونو د بندیانو ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه پیغام او لارښوونې شریکې کړې. 
داراز، د محترم سعيد په مشرۍ دغو ولاياتو ته تللي پلاوي د زندانونو له کاري او اداري برخو، تعمیراتي چارو او د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو څخه ارزونه وکړه او ډاډ یې ترلاسه کړ.
په ورته وخت کې، پلاوي د دغو ولایتونو د زندانونو ښوونیز، روزنیز او اصلاحي پروګرامونه  له نږدې وڅارل او د لا ښه والي لپاره یې مربوطه مسوولین متوجه کړل.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، تل د ازادۍ سلب د ټولو مرکزونو د ارزونې په ترڅ کې د لاسته راوړنو غښتلتیا او د ستونزو حل خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې خپلو کوښښونو ته دوام ورکوي.

شعبان المعظم ۱۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS