د غزني ولایت د زندان رئیس د دغه ولایت د قره باغ او ګیلان ولسوالیو له توقیفخونو لیدنه وکړه
د غزني د زندان رئیس محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" د دغه ولایت د قره باغ او ګیلان ولسوالیو له توقیفخونو نه د لیدنې په ترڅ کې یادو توقیفخونو ته نوي مسوولین معرفي او په کارونو کې یې ورته د بریا وو غوښتنه وکړه.
داراز، پلاوي یادو ولسوالیو ته د سفر پرمهال له مسوولینو او امنیه قومندانانو سره کتلي او دواړو خواوو سره په همکارۍ بحث او د نظر تبادله کړې، چې د هغوی له خوا هم ورسره د همکارۍ ډاډ ورکړ شوی دی.
یاد پلاوی ژمن دی، چې دوی به په دوامداره توګه د غزني ولایت د توقیفخونو وضعیت څاري او ستونزو ته به یې پروخت حل لارې پیدا کوي.
شعبان ۱۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
