د کابل ولايت امنيه قوماندان د زندانونو چارو د سمون ادارې له توقيفخونې ليدنه وکړه

news_admin
Sun, Mar 05 2023 2:07 PM
قوماندان امینه کابل

د کابل ولايت امنيه قوماندان محترم مولوي حمزه په داسي حال کې چې يو شمير مسوولين هم ورسره وو، لومړى د دې ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاری حبیب‌الله بدر سره د نوموري په دفتر کې وکتل او پر اړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکرې، وروسته محترم حمزه د دې اداری سلاکار محترم الحاج اسدالله مولانا په ملتیا د کابل ولایت توقیفخونې ته ولاړ او هلته ىې د مسوولينو او پرسونل سره د لیدنې په ترڅ کې د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله بحث وکړ
همداشان ، یاد پلاوي د نوموړي توقيفخونې امنیتي او اداري شعبې، پخلنځۍ، (اعاشې)، د څښاک پاکو اوبو او بېلا بېلې برخې وکتل او له موجوده نظم څخه يې د خوښۍ په څرګندولو مننه وکړه

شعبان المعظم ۱۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS