په لومړي ځل د خوشې شویو بندي مجاهدینو د مشکلاتو د حل رياست جوړ شو

news_admin
Tue, Feb 28 2023 5:19 PM
معرفی

دا ریاست، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په غوښتنه او د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ د محترم ملا نور محمد "بلال شاهین" په مشرۍ د دغې ادارې په اډانه کې رامنځته شو، موخه یې د هېواد په کچه د ټولو هغو مجاهدینو ستونزو ته چې له فتحې وړاندې بندیان شوي وو، هلته ځورېدلي وو، ناروغ شوي وو، له زده کړې بې برخې یا ترې نیمګړې پاتې شوې وې، یا هم د محکمو پرمهال پرې مالي لګښت راغلی او پوره وړي شوي وو رسېدنه ده.
په دې اړه کابل کې د جوړو شویو مراسمو پرمهال، د تفتیش عالي ادارې سرپرست محترم مولوي عزت الله "حقاني"، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د دې ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د کشف او اوپراتیف رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد"، له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" او یو شمېر نور ملکي او نظامي مسوولینو شتون درلود.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" نوموړو مراسمو ته د خبرو په ترڅ کې، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د مشکلاتو د حل رياست رامنځته کېدل له زندانونو څخه د راخوشې شویو مجاهدینو د برخلیک روښانه کولو او ورته د مرستو رسولو لپاره ډېر اړین ګام یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د ادارې دا ریاست به په خپل ټول توان د دغو مجاهدینو په خدمت کې وي.
په ورته وخت کې، د تفتیش عالي ادارې سرپرست محترم مولوي عزت الله "حقاني" هم د خپلې وینا پرمهال وویل، هغه مجاهدین چې له فتحې وړاندې یې په زندانونو کې زحمتونه، ربړونې او ستونزې ګاللې دي نه خپه کېږي، ځکه چې ا.ا. یې ستونزو ته متوجې دی او ورته به رسېدنه کوي.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" یادو مراسمو ته د خبرو په ترڅ کې د دغه ریاست مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو له مراجعه کوونکو مجاهدینو سره ښه چلند وکړي.
همداشان، له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړیکو او د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیسانو د خپلو خبرو پرمهال، د دې ریاست رامنځته کېدل د ازادو شویو بندي مجاهدینو د خوښۍ او خدمت لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، دا چې د ا.ا.ا. مجاهدینو په زندانونو کې سختې شپې او ورځې تېرې کړې دي، قربانۍ یې ورکړې او ټپیان شوي دي، نو اوس دوی د یاد ریاست له لارې پر ټول ا.ا. د ستونزو او اړتیاوو د رسېدنې حق لري.
یاد مراسم د نوموړو ګډونوالو له خوا، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د مشکلاتو د حل ریاست پرسونل او کارکوونکو ته د رئیس په توګه د محترم ملا نور محمد بلال شاهین پر معرفي کېدو او په چارو کې د بریا او ورته د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېدل.
د یادونې وړ بولو، چې د ا.ا.ا. له دې وړاندې هم د بندي مجاهدینو د راخوشې کېدو او تبادلې، په بند کې د هغوی د روغتیا او نورو ستونزو د حل او حقوقي چارو اړوند کمېسیونونه جوړ کړي وو، چې له کبله یې ډېر شمېر مجاهدینو ته په خپل وخت کې وړ او اړین خدمتونه وړاندې شوې دي.

شعبان المعظم ۷/ ۱۴۴۴    
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS