د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Feb 26 2023 2:20 PM
پنچ ولایت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې د استازي محترم مولوي رحیم الله "مدني" په مشرۍ یوه پلاوي غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست او لوګر ته د سفر پرمهال د نوموړو ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه او له مسوولینو او پرسونل سره يې د يادو زندانونو پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث وکړ.
همداشان، دغه پلاوي د نوموړو زندانونو بنديانو سره په کتنه کې د هغوی وضعیت ارزولې او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او ژمنه یې وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حللاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

شعبان المعظم ۳ / ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS