د کابل د مرکزي زندان له توقیفخونې (90) تنه تورن خوشې شول

news_admin
Sun, Feb 26 2023 2:08 PM
رهایی 90 تن

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ او مسوولینو په هڅو او عدلي او قضايي اورګانونو ته د مکررو وړاندیزونو پر بنسټ په دې وروستیو کې، د افغانستان د سترې محکمې له خوا یو شپږ کسیز قضايي پلاوی جوړ شو، چې د یادې محکې، د زندانونو چارو د سمون ادارې او کابل امنیه قومندانۍ دوه دوه تنه استازي په کې ګډون لري.
نوموړي پلاوي د خپل کار په پیل کې، له تېرو څو ورځو راهیسې د کابل د مرکزي زندان په توقیفخونه کې د توقیفیانو دوسیې وڅېړلې او نن(پنجشنبې) یې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له عدلي او قضايي اورګانونو سره د اړيکو رئیس محترم مولوي عبداللہ "حقيق" او د ادارې او اړوندو عدلي او قضايي بنسټونو يو شمېر مسوولينو هم شتون درلود، د خپلو څېړنو په پایله کې د قانون او اصولو سره سم د هغو(90) تنو توقیفیانو، چې جرمونه یې خفیف او د توقیف موده یې جرمونو ته په کتو کافي بلل شوې وه پر خوشې کولو پرېکړه وکړه.
یادو توقیفیانو د نوموړي پلاوي پر دې پرېکړې د خوښۍ په څرګندولو سره ډاډ ورکړ، چې له دې وروسته به هڅه کوي هېڅ داسې عمل ترسره نه کړي، چې د ټولنې نظم خراب او د دوی د ازادۍ سلبېدو لامل شي.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل کوښښ کوي، چې د عدلي او قضايي اورګانونو د پاملرنې او همکارۍ په جلبولو، د زندانیانو د جرمي دوسیو پر وخت څېړلو بهیر چټک او غښتلی کړي.

شعبان المعظم ۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS