د زندانونو چارو د سمون ادارې د بې برخلیکه پرسونل د برخلیک معلومولو په اړه د ټاکل شوې کمېټې غونډه جوړه شوه

news_admin
Sun, Feb 26 2023 1:58 PM
کمیته

وروسته تر دې، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د دې ادارې د ملکي او نظامي پرسونل په ګډون وړاندیز شوی تشکیل د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا د عالي مقام له خوا منظور او یادې ادارې ته وسپارل شو، د یو شمېر ملکي او نظامي پرسونل دندې له بې برخلیکتوب سره مخ شوې، چې له همدې امله د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ یوه کمېټه جوړه او ورته دنده وسپارل شوه، څو د نوموړي پرسونل برخلیک روښانه کړي.
پرهمدې بنسټ، د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ یادې کمېټې نن(یکشنبې) غونډه جوړه کړه، چې د ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د بشري سرچینو رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"، د کشف او اوپراتیف رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد" او یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود.
د غونډې ګډونوالو، د زندانونو چارو د سمون ادارې تر چتر لاندې د مرکز او ولایتونو د ازادۍ سلب مرکزونو د ټولو برخو هغه ملکي او نظامي پرسونل د برخلیک په اړه، چې د یاد تشکیل تر منظورۍ وروسته یا له دندو ګوښه شوي وو او یا یې دندې ځنډېدلې وې په مفصله توګه خبرې اترې او د قانون او اصولو له مخې یې ګټورې او لازمې پرېکړې وکړې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون اداره تل خپل پرسونل ته د کار لازمې فضا او کاري زمینې د برابرولو په هڅه کې ده، څو دوی وکولی شي د ښې روحیې په لرلو سره د زندانونو او زندانیانو اړوند چارې او مسوولیتونه پروخت او سمه توګه ترسره کړي.

رجب المرجب ۲۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS