د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کندهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Feb 26 2023 1:50 PM
مشاور

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مقام سلاکار محترم الحاج اسدالله "مولانا" په مشرۍ ټاکل شوی پلاوی، تېره ورځ کندهار ته تللی او د هغه ولایت له زندانه یې د لیدنې په ترڅ کې د زندان له رئیس محترم نعمت الله "سراجي" او پرسونل سره د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله بحث کړی دی.
همداشان ، یاد پلاوي د نوموړي ولایت د زندان امنیتي او اداري شعبې، پخلنځۍ، (اعاشې)، د څښاک پاکو اوبو او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي. 
پلاوي داراز، د نوموړي زندان د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې او د زندان له مسوولینو څخه یې مننه وکړه.

شعبان المعظم ۴ / ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS