د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د ننګرهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Feb 26 2023 1:41 PM
ننگرهار ولایت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د داخلي تفتيش د رئیس محترم مولوي ضيألرحمان "سعيد" په مشرۍ یوه پلاوي ننګرهار ولایت ته ولاړ او هلته یې د زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې پر اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.
همداشان، پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولینو سره په دې خبرو کې د نوموړې ادارې د رهبرۍ له خوا د چارو ښه پرمخ وړلو او د ياد ولایت د بندیانو ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه پیغام او لارښوونې شریکې کړې. 
داراز، د محترم سعيد په مشرۍ ننګرهار ته تللي پلاوي د زندان له کاري او اداري برخو، تعمیراتي چارو او د پرسونل او بندیانو لپاره د روغتیايي، اعاشوي، اباتوي او نورو اړتیا وړ برابرو شويو توکو او امکاناتو څخه ارزونه وکړه او ډاډ یې ترلاسه کړ.
په ورته وخت کې، پلاوي د نوموړي ولایت د زندان ښوونیز، روزنیز او اصلاحي پروګرامونه  له نږدې وڅارل او د لا ښه والي لپاره یې مربوطه مسوولین متوجه کړل.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، تل د ازادۍ سلب د ټولو مرکزونو د ارزونې په ترڅ کې د لاسته راوړنو غښتلتیا او د ستونزو حل خپل مسوولیت ګڼي او په دې برخه کې خپلو کوښښونو ته دوام ورکوي.

شعبان المعظم ۵/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS