د څرخي پله زندان ۴۰ تنو بندیانو ته تشویقي مننلیکونه ورکړل شول
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو، د کابل ولایت د څرخي پله په مرکزي زندان کې د برابرو شویو دیني او عصري علومو پروګرام کې له لسګونو برخه والو بندیانو څخه نن(سې شنبې) د یو لړ مراسمو پرمهال، چې د دغې ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث سادات، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي او د یاد زندان رئیس محترم مولوي عطا محمد محمد شتون درلود ازموینه واخیستل شوه، چې پربنسټ یې ۴۰ تنه بندیان بریالي او ښې نومرې وګټلې او د تشویق په بڼه ورته مننلیکونه ورکړل شول.
د یادو مراسمو ګډونوالو مسوولینو د خپلو خبرو په ترڅ کې، نوموړو بندیانو ته د مننلیکونو ورکول وستایل او زیاته یې کړه، دا ګام یې زده کړو ته لانور هم هڅوي او دا زده کړې یې بیا د وخت له بېځایه ضایع کېدو او خپګان څخه د ژغورنې لامل کېږي.
رجب المرجب ۲۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
