د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون ۲۱مه ناسته جوړه شوه

news_admin
Mon, Feb 13 2023 4:49 PM
کمیسیون

ياده ناسته، چې نن(دوشنبې) د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د دغه کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد"، نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص"، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" او يو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو اداري او تخنیکي چارو د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
داراز، په دې ناسته کې پر ځینو نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو هم خبرې اترې او په هکله یې اصولي او قانوني پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او د اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

رجب المرجب ۲۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS