د تخار ولایت د زندان لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

news_admin
Wed, Feb 01 2023 2:10 PM
تخار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه د محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" په مشرۍ یوه پلاوی تخار ته په سفر ولاړ، او د ادارې له اړتیا سره سم یې محترم قاري نور احمد د تخار ولایت د زندان د نوي امر په توګه د زندان پرسونل ته معرفي او نوموړي رسماً په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.
داراز، پلاوي په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پر مهال، د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د ګډې همکارۍ غوښتنه او په چارو کې یې ورته د بریاوو هیله وکړه.

د یادونې وړ بولو، چې محترم قاري نور احمد تر دې وړاندې د تخار ولایت د زندان امنیتي مرستیال و.

رجب المرجب ۱۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS