د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د مرکزي برخو د پرسونل لپاره پخلنځي څخه ليدنه وکړه

news_admin
Thu, Jan 26 2023 12:27 PM
دیدار از آشپزخانه

محترم مولوي محمد یوسف "مستري" او د ادارې د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" د ادارې له بېلابېلو چارو څخه د ارزونې په ترڅ کې دا ځل کابل کې د مرکزي ریاستونو او برخو د ملکي او نظامي پرسونل لپاره له پخلنځي څخه لیدنه وکړه.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په دې لیدنه کې، د غذايي توکو د کیفیت او د پخولو د څرنګوالي په اړه له اړوندو مسوولینو او پخوونکو سره خبرې وکړې او هغوی هم ورته لازم معلومات وړاندې کړل.
محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د یادو معلوماتو تر اورېدو وروسته نوموړو مسوولینو او پخوونکو ته د خوړو د کیفیت د لاښه کولو او د پاکۍ او نظافت پر پام کې نیولو باندې ټینګار وکړ.
د یو بل خبر له مخې، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمان "عابد" هم ورسره و، د ادارې د کشفي چارو مسوولینو او پرسونل لپاره د نویو دفترونو له رغنیزو چارو هم لیدنه وکړه او د هغو بشپړېدل او ګټې ته سپارل یې، د کارکوونکو د ښې کاري فضا په رامنځته کولو کې مثبت ګام وګڼه.

رجب المرجب ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS