د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز کې د سکېنر ماشین بیا فعال شو

news_admin
Mon, Jan 16 2023 1:30 PM
تربیت اطفال

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله مولانا د یو لړ مراسمو پرمهال، تېره ورځ د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د سکېنر ماشین تر ترمیم وروسته له بیا فعالولو پرانیستنه وکړه.
د ادارې د مقام سلاکار، د یاد ماشین بیا فعالیت د نوموړي مرکز د امنیت، کره تلاشۍ او د محجوزینو د ښه خوندیتوب لپاره ډېر ګټور وباله او له اړوندو مسوولینو یې د هغه د سمې استفادې او ساتنې ته یې د جدي پاملرنې اړوند توصیه وکړه.
په ورته وخت کې، محترم مولوي اسدالله مولانا د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو لپاره له ښوونیزو او روزنیزو برخو څخه د لیدنې او ارزونې ترڅنګ له یو شمېر نورو برخو هم لیدنه وکړه او د چارو ښه پرمخ وړلو او محجوزینو ته د لا نورو اسانتیاوو او ستونزو حلولو په اړه د مرکز مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

جمادي الثاني ۲۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS