د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه لوړ پوړي پلاوي د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیفخونې د توقیفیانو اعتصاب پایته ورساوه

news_admin
Mon, Dec 12 2022 12:32 PM
معاون نظامی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ او د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" او یوشمېر نورو مسوولینو په ګډون یوه لوړپوړي پلاوي، تېره ورځ د کابل له نشه يي توکو سره د مبارزې په توقیفخونه کې د دوسیو پر وخت نه څېړلو له امله د توقیفیانو له خوا د نه خوړو اعتصاب پایته ورساوه.
په ورته وخت کې، د محترم بدر او ورسره پلاوي په غوښتنه د همدې ستونزې د حل لپاره یادې توقیفخونې ته د عدلي او قضايي اورګانونو راغلیو استازیو نوموړو توقیفیانو سره له نږدې ولیدل، د هغوی روغتیايي وضعیت یې وارزاوه، د هغوی شکایتونه، ستونزې او روا غوښتنې یې واورېدې او ژمنه یې ورسره وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په همکارۍ به د دوی د وضعیت ښه والي، شکایتونو ته د رسېدنې، د ستونزو د حل او دوسیو پروخت څېړلو لپاره خپلې ګډې هڅې ګړندۍ کړي، چې دا ژمنه د دغو توقیفیانو د رضایت لامل وګرځېده. 

جمادي الاول ۱۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS