د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون نولسمه ناسته جوړه شوه

news_admin
Sat, Dec 10 2022 3:30 PM
معاون پالیسی

ياده ناسته، چې نن(شنبې) د نوموړې کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص"، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" او يو شمېر نورو مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو د کانتينونو د فعاليت او له هغو څخه د عوايدو راټولولو د څرنګوالي په اړه بحث وشو.
داراز، په دې ناسته کې پر يو شمېر تخنیکي او نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو هم خبرې اترې او پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او پرېکړې کول دي.

جمادي الاول ۱۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS