د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون نولسمه ناسته جوړه شوه

news_admin
Thu, Dec 01 2022 12:47 PM
19 ناسته

ياده ناسته، چې نن(پنجشنبې) د نوموړې کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د تدارکاتو رئیس محترم زمریالی "انوري" او د کابل د څرخي پله مرکزي زندان د ګارنېزیون قومندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" په ګډون جوړه شوې وه، په کې پر يوشمېر تخنیکي او نورو اړتیا وړ مهمو موضوعګانو خبرې اترې او پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او پرېکړې کول دي.

جمادي الاول ۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS