د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي له مرکزي تخنیکي ورکشاپونو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Nov 29 2022 5:35 PM
ورکشاپ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، نن(سې شنبې) د دغې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او یو شمېر نورو ملکي او نظامي پرسونل په ملتیا د ادارې د مرکزي قرارګاه، د کابل د څرخي پله مرکزي زندان او د کابل د توقیفخونې له تخنیکي ورکشاپونو څخه لیدنه وکړه.
محترم همدرد په دې لیدنه کې د یادو ورکشاپونو د چارو لا ښه تنظیم لپاره اړوندو مسوولینو سره خبرې وکړې، چې دغو مسوولینو هم له خپله اړخه د ترسره شويو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنګ، پلاوي ته خپلې غوښتنې او د چارو پروړاندې د خنډونو په اړه ځینې نظریات واورول، چې د پلاوي د مشر او غړو له لورې ورته د رسېدنې ژمنه وشوه.
داراز، پلاوي د یادو ورکشاپونو د وسلو تخنیکي برخه وارزوله او مربوطه مسوولینو ته د ګټورو لارښوونو ترڅنګ یې، پر تخنیکي تجهیزاتو د ورکشاپونو د مجهزولو لپاره لازم تصامیم ونیول.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین ژمن دي، چې په ورته ګامونو سره د خپلو چارو ګټورتوب او د ادارې پرسونل لپاره د اړتیا وړ امکانات برابر کړي، څو دا پرسونل وتوانېږي بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو ته په بېلابېلو برخو کې مناسب او لازم خدمتونه وړاندې کړي.

جمادالاول ۵/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS