د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ په سپارښتنه یوه پلاوي د سروبي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Nov 29 2022 5:32 PM
سروبی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه، د ادارې د څار او توقیفخونو د رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" په مشرۍ یوه پلاوي، د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه په دې لیدنه کې، له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
یاد پلاوي تر هغې وروسته د یادې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم وکتل، چې په دې لړ کې هغو توقیفیانو چې برخلیک یې معلوم نه و، له پلاوي څخه د محاکماتي چارو پرچټکتیا او برخلیک معلومولو ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې د محترم قاري عادل په مشرۍ پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له رئیس سره ولیدل او د یادو توقیفیانو د بې برخلیکتوب په اړه د هغوی غوښتنه شریکه او ترې یې وغوښتل، چې په دې برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.
داراز، دغه پلاوي د سروبي ولسوالۍ له امنیه قومندان سره هم وکتل او د دې ولسوالۍ د توقیفخونې په پوره توګه بیا فعالېدو په اړه یې خبرې او سلا مشورې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، چې په دوامداره توګه د ازادۍ سلب مرکزونو وضعیت وڅاري او ستونزو ته یې پروخت حللارې پیدا کړي.

جمادي الاول-۵/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS