د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې په خپله یوولسمه ناسته کې د بندیانو اړوند پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وکړ

news_admin
Mon, Nov 28 2022 2:14 PM
کمیسیون

دغه ناسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د یادې کمېټې د مسئول او د کابل د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د مرکزي برخو غړو رئیسانو په ګډون جوړه شوه، په کې د ا.ا.ا د عالیقدر مشرتابه رحمهُ‌الله په سپارښتنه او د عدلیې محترم وزارت په لارښوونه د دغې ادارې د ټولو تقنیني اسنادو بیا مطالعه، غور او هرې برخې ته یې د شریعت په رڼا کې د مبنا، ماخذ او سرچینې پیدا کولو په اړه خبرې، سلا مشورې او لازمې پرېکړې وشوې. 
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه، د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو ناروښانو قانوني مسایلو څپړل او بحث کول دي.

جمادي الاول ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS