د فراه د زندان یوه پلاوي د دغه ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ له توقیفخونې لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Nov 23 2022 10:17 AM
فراه ولایت نه توثیف لیدنه

د فراه د زندان د امنیتي مرستیال محترم عبدالباري "جهادي" په مشري یوه پلاوي تېره ورځ، د نوموړي ولایت د بالا بلوک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې په ترڅ کې، د دې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی په خپلو خبرو کې د مسوولینو له خوا د ښه چلند او برابرو شویو اسانتیاوو له امله د مننې ترڅنګ، ځینې مهمې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له خوا ورته د رسېدنې ژمنه وشوه.
یاد پلاوی ژمن دی، چې دوی به په دوامداره توګه د فراه ولایت د توقیفخونو وضعیت څاري او ستونزو ته به یې پروخت حللارې پیدا کوي.

ربېع الثاني ۲۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS