د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس او د مالي برخې اړوندو مسوولینو ترمنځ غونډه کې پر مهمو مالي مسایلو بحث وشو

news_admin
Sat, Nov 19 2022 3:15 PM
مالی غونده

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د مالي او حسابي، خدماتو او تدرکاتو د رئیسانو او یو شمېر مربوطه مسوولینو ترمنځ نن(شنبې)، د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې د (۱۴۰۱) کال د پاتو څو میاشتو او د (۱۴۰۲) کال پر مالي او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هراړخیز بحث او سلا مشورې وشوې.
په دې غونډه کې، د راروان ژمي پرمهال د یادې ادارې تر چتر لاندې د ازادۍ سلب ټولو مرکزونو ته د پرسونل، بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو لپاره د سون توکو برابرولو په خاطر په بېړنۍ توګه د مالي امکاناتو پر استولو، اعاشوي اکمالاتو او تیاریو باندې خبرې اترې او پرېکړه وشوه.
همداشان، د نوموړې غونډې ګډونوالو د راتلونکي (۱۴۰۲) لمریز کال په ترڅ کې په اصولي او قانوني توګه د تدارکاتي پلان پر ترتیبولو او له مخې یې د ادارې د اړتیاوو پر سنجولو او تشخیصولو هم بحث وشو، چې پربنسټ به یې د زندانونو چارو د سمون اداره وکولی شي په منظمه توګه خپلې چارې پرمخ یوسي او د قراردادیانو له لارې د اړتیا وړ توکي چمتو کړي.

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS