د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې په خپله لسمه ناسته کې د بندیانو اړوند پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وکړ

news_admin
Mon, Nov 14 2022 3:03 PM
کمیته

دغه ناسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د یادې کمېټې د رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" او د مرکزي برخو غړو رئیسانو په ګډون نن(دوشنبې) جوړه شوه، په کې د هغو زندانیانو د ستاینې د څرنګوالي په اړه بحث وشو، چې د دغې ادارې له خوا په برابرو شویو دیني، عقیدتي او فکري ښوونیزو درسونو کې یې فعاله برخه اخیستې وه.
دغه راز، په دې ناسته کې د صعب العلاجه بندي ناروغانو ستونزې ته د رسېدنې تر څنګ، پر یو شمېر اړوندو کاري مهمو مسایلو هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې په پایله کې یې د قانون او اصولو له پلوه لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه، د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو نا روښانو مسایلو څپړل او بحث کول دي.

ربېع الثاني ۱۹/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS