د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس د هلمند ولایت د زندان له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Nov 13 2022 1:06 PM
هلمند

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف " مستري" په سپارښتنه د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم عبدالرحمان "عابدي" په مشرۍ یو پلاوی هلمند ولایت ته ولاړ او د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره یې د تعمیراتي او رغنیزو چارو اړوندو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې. په دې خبرو اترو کې، د هلمند ولایت د زندان په تعمیراتي برخه کې ټولې ستونزې او اړتیاوې په ګوته او د حل لپاره یې پلاوي ژمنه وکړه. په ورته وخت کې، یاد پلاوي په دغه زندان کې روانې رغنیزې چارې له نږدې ولیدلې او د ښه والي او چټکوالي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل هڅه کوي، چې په دوامداره توګه د هېواد د مرکز او ولایتونو له زندانونو لیدنه او په هره برخه کې یې ستونزو او اړتیاوو ته پروخت رسېدنه وکړي. ربېع الثاني ۱۸/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS