د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخې له خوا د غزني او سمنګان ولایتونو له زندانونو او بنديانو سره مرسته وشوه

news_admin
Tue, Nov 08 2022 1:53 PM
غزنی او سمنگان

د زندانونو چارو د سمون ادارې زندانونو او بندیانو ته د پاملرنې په ترڅ کې د خپلې اړوندې مرکزي برخې له خوا، د غزني او سمنګان ولایتونو زندانونو ته د کمپلو، پټوانو، جورابو، د حمام صابون او شامپو، د جامو مینځلو پوډرو او د غاښونو د کریم او برسونو په ګډون ژمني او روغتيايي توکي استول شوي وو، چې د نوموړو زندانونو د مسوولينو له خوا نن(سې شنبې) په بشپړې روڼتیا او امنتولۍ پر زندانیانو وويشل شول.

ربېع الثاني ۱۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS