د پکتیا ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس د یوناما د دفتر له استازو سره وکتل

news_admin
Tue, Nov 08 2022 1:02 PM
پکتیا

محترم مولوي سهيل "سعید" تېره ورځ د يوناما دفتر د بشري حقونو له ولایتي مسوول ښاغلي شانکر او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر د دې کتنې پرمهال، د بشري حقونو د نړيوالو اصولو او قوانینو په رڼا کې د یاد زندان له بندیانو سره د مسوولینو د چلند په اړه خبرې اترې وکړې.
دغه راز په ياده کتنه کې، محترم سعید د يوناما دفتر استازو  ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په زندان کې د ټولو اسلامي او بشري حقونو د‌ رعایتولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: « په اسلامي نظام کې زندانونه د ظلم ځايونه نه، بلکې د بندیانو لپاره د ديني او تربيتي زده کړې او بیا روزنې مرکزونه دي».
د محترم سعید په خبره، اسلام داسې مبارک او کامل دين دی، چې د نارینه او ښځينه بندیانو د ژوند ټول اړخونه او حقونه په کې خوندي دي.
د پکتیا ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس له یوناما څخه راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې هېڅوک به د بند تر ټاکلې مودې زيات په دغه زندان کې پاتې نه کړي او د ا.ا.ا‌ د مشرتابه په سپارښتنه به د عدلي او قضايي اورګانونو په همکارۍ د بندیانو دوسیې پر وخت څېړل او ارزول کېږي.
بلخوا، د یوناما د دفتر له خوا د د یاد ولایت زندان ته د ورغلي پلاوي مشر ښاغلي شانکر په دې خبرو اترو کې ژمنه کړې، چې د دغه زندان نویو ګومارل شویو کارکوونکو او پخواني پرسونل لپاره به له بنديانو سره د ښه چلند په اړه د عامه پوهاوي يو ورځینی ورکشاپ جوړوي.

ربېع الثاني- ۱۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتواو عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS