زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې په خپلې اتمه ناسته کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وکړ

news_admin
Mon, Oct 31 2022 4:17 PM
کمیته

د ادارې د پالېسۍ او مسلکي معاونیت په وړاندیز او د رهبرۍ په منظورۍ د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" په مشرۍ او د ۱۱ بېلابېلو مرکزي برخو رئیسانو په ګډون رامنځته شوې کمېټې د خپلو ناستو په لړ کې نن( دوشنبې) د کورني تفتیش پر کړنلارې هراړخیزې خبرې اترې وشوې او په کې د یو لړ اصلاحاتو راوستو ترڅنګ، ځینی غیر ضروري مواد ترې لرې شول.
دغه راز، یادې کمېټې په دې ناسته کې پر یو شمېر نورو کاري اړینو مسایلو هم بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او نورو ناڅرګندو مسایلو څپړل او بحث کول دي.

ربېع الثاني ۵/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS