د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال د کابل له توقیخونې لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Oct 31 2022 11:18 AM
دیدار توقیف

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې، چې د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د تفتیش رئیس محترم مولوي ضیااُلرحمان او یو شمېر مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د یاد ولایت له توقیفخونې لیدنې ته ولاړل او هلته یې اړوندو مسوولینو ته د ځینو ستونزو حللارې په ګوته کړې.
محترم همدرد په دې لیدنه کې، د نوموړې توقیفخونې مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، څو توقیفیانو ته د ملاقات پرمهال د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د ښځينه او نارینه پایوازانو لپاره یې جلا جلا لارې جوړې کړي.
تر هغې وروسته، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال د کابل توقیفخونې لپاره د اېمراېجنسي روغتون په همکارۍ له جوړ شوي روغتیايي کلینیک څخه هم لیدنه وکړه او د ادارې د روغتیا رئیس محترم ډاکټر عزیزالرحمان "عزیز" ته یې د کلینیک د ستونزو پر حل سربېره لارښوونه وکړه، چې باید د دې کلینیک له لارې د توقیفخونې پرسونل او توقیفیانو ته د روغتیايي خدمتونو لمن پراخه کړي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، د هېواد ټولو ازادۍ سلب مرکزونو د پرسونل او بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د ستونزو حلول خپل انساني او قانوني مسولیت بولي او په دې لاره کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ربېع الثاني ۵/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS