د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال د کابل له ښځینه زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Oct 30 2022 5:22 PM
معاون پالیسی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په داسې حال کې، چې د کابل ولایت د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د تفتیش رئیس محترم مولوي ضیاالرحمان او یو شمېر مسوولینو یې هم ملتیا کوله، نن(یکشنبې) د کابل ښځینه زندان لیدنې ته ولاړل او هلته یې لومړی د زندان پرسونل لپاره د یو جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
یاد پرسونل د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، دوی تراوسه پورې د لمانځه ادا کولو لپاره مناسب ځای نه لره او د دې جومات په جوړېدو سره به یې دا ستونزه حل شي.
تر هغې وروسته محترم همدرد او نوموړو مسوولینو د ښځینه زندانیانو د پایوازۍ بهیر له نږدې وڅاره او اړوندو مسوولینو ته یې دنده وسپارله څو په دغه بهیر کې ستونزې حل او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
همداشان یې نوموړو مسوولینو ته د ښځينه بندیانو لپاره د یوه مناسب ځای د جوړلو سپارښتنه وکړه، څو یې کورنۍ وکولې شي په ارامه فضا کې ورسره وګوري.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال د ښځینه زندان له پخلنځي هم لیدنه وکړه او د سره صلیب نړیوالې کمېټې له خوا دغو بندیانو ته د ټاکل شوې مینو یا تابلو سره سم د خوړو د اندازې او کیفیت تر ارزولو وروسته مربوطه مسوولینو ته د خوړو د لاښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین د هېواد ټولو ازادۍ سلب مرکزونو د پرسونل او بندیانو، توقیفیانو او محجوزینو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د ستونزو حلول خپله انساني او قانوني دنده ګڼې او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ربېع الثاني ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS