د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا ټاکل شوي پلاوي سمنګان ولایت ته سفر وکړ

news_admin
Sun, Oct 30 2022 5:18 PM
سمنگان

 د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" په مشرۍ د زندانونو د کاري او اداري چارو ارزولو او ستونزو حلولو په موخه ټاکل شوي پلاوي، نن(یکشنبې) د خپل دې سفر په ترڅ کې د نوموړي ولایت له زندانه د خپلې ارزونې په ترڅ کې د تعمیراتي، خوړو(اعاشې)، برېښنا، روغتیايي او نورو چارو په برخو کې ستونزې برڅېره او د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره بحث کړی دی.
پلاوي داراز، د ياد زندان بنديانو سره هم له نږدې کتلي، د هغوی وضعیت یې ارزولی او مسوولينو ته يې د هغوی لپاره د اسانتياوو د زیاتولو سپارښتنه کړې ده.
یاد پلاوی وايي: « بندیانو وویل چې د زندان پرسونل له موږ سره ښه چلند کوي، خو د دوسيو پروخت څېړل زموږ یوه له مهمو غوښتنو ده»، چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د جدي ګامونو پورته کولو او خنډونو لرې کولو ژمنه شوې ده.
د مولوي عبدالفتاح "فاتح" په مشرۍ پلاوی زیاتوي، چې دوی به د ورسپارل شوي مسوولیت له مخې د سمنګان د زندان هغه ستونزې چې حل یې په یاد ولایت کې امکان نه لري، له ځان سره د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ ته رالېږدوي، ترڅو یې په مرکز کې د حل لپاره مناسبه پرېکړه وشي.

ربېع الثاني ۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS