د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د کاپیسا ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Oct 27 2022 2:07 PM
کاپیسا

 د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ارشاد او دعوت د رئیس محترم مولوي صديق الله "صديقي" په ګډون ټاکل شوی پلاوی، نن(پنجشنبې) ياد ولايت ولاړ او هلته یې د زندان له مسوولینو سره د لیدنې په ترڅ کې د اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.
داراز، نوموړي پلاوي د کاپیسا ولايت د زندان ښوونيز او روزنيز بهير ارزولی او د ښه والي لپاره يې مربوطه مسوولينو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.
همداشان، پلاوي د ياد زندان له پرسونل او بنديانو سره هم له نږدې کتلي او هغوی ته يې د نېک چلند ترسره کولو، له بديو ډډه کولو او نورو اصلاحي مسايلو د په پام کې نيولو په موخه لارښوونې کړې، چې د پرسونل او بنديانو د خوښۍ لامل شوې دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين د ازادۍ سلب مرکزونو څخه ليدنه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د ورته هڅو په ترڅ کې توانېدلي چې د بنديانو، توقيفيانو او محجوزينو له حاله ځان خبر، په بېلابېلو برخو کې يې ستونزې حل او په نوموړو مرکزونه کې یې ورته د اسانتياوو برابرولو ترڅنګ، ښوونيز، روزنيز او اصلاحي پروګرامونه پلې کړي.

ربېع الثاني-۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS