د زندانونو چارو د سمون ادارې يو پلاوی پروان ولایت ته په سفر ولاړ

news_admin
Thu, Oct 27 2022 10:03 AM
پروان

 د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق‌الله صدیقي په ګډون ټاکل شوي پلاوي، ياد ولايت ته سفر په ترڅ کې د زندان له مسوولینو سره لیدلي او د اړوندو مسایلو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
نوموړی پلاوی وايي: ترهغې وروسته يې د پروان ولايت د زندان ښوونيز او روزنيز بهير ارزولی او د ښه والي لپاره يې اړوندو مسوولينو لازمې سپارښتنې کړې دي.
پلاوي داراز، د ياد زندان له پرسونل او بنديانو سره هم له نږدې کتلي او هغوی ته يې د نېک چلند ترسره کولو، له بديو ډډه کولو او نورو اصلاحي مسايلو د په پام کې نيولو په موخه لارښوونې کړې دي، چې د پرسونل او بنديانو د خوښۍ لامل شوې دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين د ازادۍ سلب مرکزونو څخه ليدنه کوي، بلکې تر دې وړاندې هم د ورته هڅو په ترڅ کې توانېدلي چې د بنديانو، توقيفيانو او محجوزينو له حاله ځان خبر، په بېلابېلو برخو کې يې ستونزې حل او په نوموړو  مرکزونه کې ورته د اسانتياوو برابرولو ترڅنګ، ښوونيز، روزنيز او اصلاحي پروګرامونه عملي کړي.

ربېع الاول- ۳۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS