د فراه ولایت د زندانونو چارو د سمون امریت په سپارښتنه یوه پلاوي د دغه ولایت د بکوا ولسوالۍ له توقیفخونې لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Oct 24 2022 2:21 PM
farah

د فراه د مرکزي زندان د امنیت د مرستیال محترم عبدالباري "جهادي" او له عدلي او قضايي بنسټونو سره د اړیکو مسئول محترم محب الرحمان په ګډون یو پلاوی تېره ورځ، نوموړې ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې لومړی د نوموړې توقیفخونې مسوولینو پلاوي ته د ترسره شویو فعالیتونو، لاسته راوړنو او ځینو ستونزو په هکله معلومات وړاندې کړل، چې پلاوي د یادو فعالیتونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ، د ستونزو د حل لپاره ژمنه وکړه.
دغه راز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې توقیفیانو سره له نږدې ولیدل، هغوی په خپلو خبرو کې د دې توقیفخونې د مسوولینو له خوا د ښه چلند او برابرو شویو اسانتیاوو له امله د مننې ترڅنګ له پلاوي وغوښتل، څو د دوی ځینو مهمو او روا غوښتنو ته رسېدنه وکړي، چې پلاوي هم ورته تر خپله وسه د رسېدنې ډاډ ورکړ.
د فراه ولایت د زندانونو چارو د سمون امریت ژمن دی، چې دوی به په دوامداره توګه د دې ولایت د زندان او توقیفخونو وضعیت څاري او ستونزو ته به یې پروخت رسېدنه کوي.

ربېع الاول-۲۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS