د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنې، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېټې په پينځلسمه ناسته کې پر یو لړ مهمو مسایلو بحث وشو

news_admin
Mon, Oct 24 2022 9:33 AM
کمیته

ياده ناسته، چې نن(يکشنبې) د نوموړې کمېټې د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د مقام د سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده"، د کابل د زندانونو چارو د سمون رئیس محترم مولوي عبداللہ "حقيق"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص"، د څرخي پله مرکزي زندان د قرارګاه د امنيتي قطعې قومندان محترم شرافت الله "حقاني" او د پالېسۍاو مسلکي معاونيت امر محترم عبدالخليل "بکتاش" په ګډون جوړه شوې وه، په کې د مراجعينو د عريضو ترلاسه کولو، په زندانونو کې د بنديانو او کورنيو ترمنځ يې د ټليفوني اړيکو ټينګولو او يوشمېر نورو برخو کې د اسانتياوو رامنځه کولو په اړه خبرې اترې او پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنې، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېټې د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او پرېکړې کول دي.

ربېع الاول- ۲۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS