د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس د کندوز ولایت د زندان له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Oct 23 2022 1:12 PM
کندز

تېره ورځ د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف " مستري" په سپارښتنه د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمان "عابدي" په مشرۍ یو پلاوی کندوز ته ولاړ او د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره یې د تعمیراتي او رغنیزو چارو اړوندو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې خبرو اترو کې، د کندوز ولایت د زندان په تعمیراتي برخه کې ټولې ستونزې او اړتیاوې په ګوته او حللارې یې وارزول شوې.
په ورته مهال، یاد پلاوي په نوموړي ولايت کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د جوړولو چارو د پيلېدو څرنګوالی هم وارزاوه او اړوندو مسوولینو ته يې په دې برخه کې لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین ژمن دي، چې په دوامداره توګه د هېواد د مرکز او ولایاتو له زندانونو لیدنه او په هره برخه کې یې ستونزو او اړتیاوو ته پروخت رسېدنه وکړي.

ربېع الاول- ۲۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS