د پکتیا محترم والي د دغه ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Oct 22 2022 3:23 PM
پکتیا

محترم حاجي دعوت تېره ورځ له یاد زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې د پکتیا ولایت د زندان له رئیس محترم مولوي سهیل" سعید" سره، د ګردېز د مرکزي زندان د بندیانو او پرسونل تر منځ د چلند، د بندیانو د روغتیا، درملنې او د عدلي او قضایي بنسټونو له خوا یې د حقوقي او جرمي دوسیو د څېړلو د څرنګوالي په اړه خبرې اترې وکړې.
د پکتیا محترم والي وویل، هیله لري د بندیانو جرمي دوسیې پروخت وڅېړل او په خپل وخت له بنده خوشې شي.
په ورته مهال، د پکتیا د زندانونو چارو د سمون رئیس هم د نوموړي ولایت محترم والي ته ډاډ ورکړ، چې د بنديانو دوسیې به په خپل وخت د دغه ولایت له عدلي او قضایي بنسټونو سره شريکوي، او ستونزو ته به یې رسېدنه کوي.

ربېع الاول- ۲۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS