د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په یوولسمه ناسته کې د ځینو مهمو مسایلو په اړه خبرې او پرېکړې وشوې

news_admin
Thu, Oct 20 2022 2:50 PM
شورای رهبری

دغه ناسته، چې نن( پنجشنبې) د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله " بدر"، د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" او د مرکزي ادارو د رئیسانو، امرینو او ملکي او نظامي برخو یو شمېر مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د تېرې غونډې پرمهال اړوندو مسوولینو ته د سپارل شویو مسوولیتونو د ترسراوي پر څرنګوالي هراړخیزې خبرې اترې وشوې.
دغه راز، په دې غونډه کې د کابل ولایت د توقیفخونې د تلاشۍ پرمهال د ترلاسه شویو ممنوعه توکو د مصادرې پر څرنګوالي او د هېواد د ټولو ولایتونو د ازادۍ سلب مرکزونو کې د ژمي لپاره د تدابیرو او یو لړ نورو مسایلو په هکله بحث وشو.
په ورته وخت کې، یو شمېر مسوولینو هم د چارو د لا ښه پرمختګ او غښتلتیا په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا یې په هکله اړوندو برخو ته لازمې توصیې او لارښوونې وشوې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ نننۍ ناسته، د دعایې په ویلو سره پایته ورسېده.

ربېع الاول- ۲۴/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS