د فراه ولایت د زندان د مسوولینو او بندیانو ترمنځ د همغږۍ لپاره دوه ورځینی سیمینار جوړ شو

news_admin
Mon, Oct 17 2022 3:36 PM
فراه

په دې سیمینار کې، چې نن(دوشنبې) پیل شو او دوه ورځې به دوام وکړي، د نوموړي زندان مدیر، د تعمیراتو، خدماتو او لوژېستیک برخو مسوولینو او د زندان د درېګونو بلاکونو د بندیانو په استازیتوب ۶ تنو بندیانو په کې ګډون کړی دی.
په دغه سیمینار کې بندیانو ته لارښوونه کېږي، چې په تعمیراتي، خدماتي او برېښنا برخو کې د اړتیا په صورت کې اړوندو مسوولینو ته پروخت خبر ورکړي او مسوولینو ته دا سپارښتنه کېږي، څو په نوموړو برخو کې د اړتیا پېښېدو او خبرېدو سره سم اقدام وکړي.
د یادونې وړ بولو، چې د فراه ولایت د زندان مسوولین به په مربوطه برخو کې مالي لګښت د یاد ولایت لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له دفتر څخه ترلاسه کوي.

ربېع الاول- ۲۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS