د غزني د مرکزي زندان رئیس د دغه ولایت د جاغوري او مقر ولسوالیو له توقیفخونو لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Oct 13 2022 11:02 AM
غزنی و جاغوری

د محترم محمدهاشم "حقاني" په مشرۍ یوه پلاوي تېره ورځ، د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ ته تر سفر وروسته جاغوري او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه هم لیدنه وکړه، چې د نوموړو توقیفخونو مسوولینو پلاوي ته د دوی له خوا د ترسره شویو فعالیتونو او لاسته راوړنو د یادونې ترڅنګ، د ځینو ستونزو په هکله معلومات ورکړل، چې پلاوي یاد فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړ.
دغه راز، پلاوي د نوموړو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی په خپلو خبرو کې د دې توقیفخونو د مسوولینو له خوا د نرم چلند او برابرو شویو اسانتیاوو له امله مننه وکړه، خو د دوی ځینو مهمو او روا غوښتنو ته د رسېدنې وړاندیز یې هم وکړ، چې پلاوي ورته تر خپلې وسې د رسېدنې ژمنه وکړه.
یاد پلاوی ژمن دی، چې دوی به په دوامداره توګه د غزني ولایت د زندان او توقیفخونو وضعیت څاري او ستونزو ته به یې پروخت حللارې پیدا کوي.

ربېع الاول-۱۷/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS