د ننګرهار ولایت د توقیفخونو امرینو او مرستیالانو ته درې ورځینې مسلکي-تخنیکي روزنیز سیمینار پایته ورسېد

news_admin
Thu, Oct 13 2022 9:13 AM
توقیف ننگرهار

د ننګرهار د مرکزي زندان رئیس محترم مولوي بلال"شاهین"، د دې ولایت د (۱۲)ګونو توقیفخونو امرینو او مرستیالانو لپاره د جوړ شوي سیمنار د پای په مراسمو کې له ګډونوالو وغوښتل، څو په دغه سیمینار کې ترلاسه کړې روزنې د خپلو چارو د منظموالي او چټکوالي لپاره په ښه توګه عملي کړي.
په ورته وخت کې، محترم شاهین د نوموړي سیمینار له ګډونوالو وغوښتل، چې له توقیفیانو سره د اسلامي همدردۍ او اصولو پربنسټ نرم چلند او روا غوښتنو ته یې پروخت رسېدنه وکړي.
یاد مراسم، په نوموړي مسلکي-تخنیکي روزنیز ۳ورځيني سیمینار کې د ننګرهار ولایت د ۱۲ګونو توقیفخونو امرینو او مرستیالانو برخه والو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې سره پایته ورسېدل. 

ربېع الاول-۱۶/ ۱۴۴۴  
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاستش

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS