د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د کندهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Oct 13 2022 9:08 AM
کندهار

محترم مولوي محمد یوسف "مستري" او مل پلاوي يې، تېره ورځ کندهار ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت له مرکزي زندانه لیدنه وکړه.
همداشان، د دغې لیدنې په ترڅ کې چې د یاد زندان رئیس ملانعمت الله "سراجي" او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، په دې زندان کې د ترسره شويو فعالیتونو او د زندانیانو ځینو روا غوښتنو او ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې اترې وشوې.
دا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" د کندهار ولایت مرکزي زندان مسوولینو ته د بندیانو د محاکماتي چارو د چټکيا، د تعلیمي بهیر پراخوالي او ښه والي او پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د جدي درملنې په اړه لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
په ورته وخت کې، د دغه زندان مسوولینو هم د ادارې رهبرۍ او مل پلاوي سره، دوی ته د سپارل شویو کارونو د ښه پرمختګ، د زندانیانو د انساني او شرعي حقوقو رعایتولو او د ښوونیزو پروګرامونو له لارې د هغوی د اصلاح اړوند خپل نظرونه او پلانونه شریک کړل، چې د پلاوي له خوا یې په بېړنۍ توګه د عملي کېدو غوښتنه وشوه.

ربېع الاول- ۱۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS