د زندانونو چارو د سمون ادارې مربوطه مسوولینو ته په لومړي ځل د مخابرې او ټېکنالوژۍ په اړه ښوونیز سیمینار جوړ شو
یاد سیمینار چې د دې ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ د ریاست له خوا د مرکز او ولایتونو د زندانونو اړوندو برخو مسوولینو ته د ۸ ورځو لپاره کابل کې جوړ شوی، په ترڅ کې به یې د مخابراتي او ټېکنالوژیکي وسایلو څخه د ښې ګټې اخیستنې، په زندانونو کې د بایومېټریک دستګاوو استفادې او د کمپیوټري او مخابراتي وسایلو د ابتدايي کچې ترمیمولو په اړه لازمې ښوونې او معلومات ورکول کېږي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یاد سیمینار د پرانیستنې د مراسمو پرمهال، چې د ادارې د مقام سلاکار مولوي اسدالله "مولانا"، د معلوماتي ټېکنالوژۍ رئیس محترم انجنیر عبیدالله "اخندزاده" او یو شمېر مسوولینو هم شتون درلود، په خپلې وینا کې وویل: « زه ډېر خوښ یم، چې د ا.ا.ا تر بریا راوروسته د یوه کال په ترڅ کې په دې ادارې پورې اړوند ملکي او نظامي پرسونل ته په مختلفو برخو کې ښوونیز او روزنیز سیمینارونه جوړ شوي، خو دا به لومړی ځل وي چې د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ په برخه کې ښوونیز سیمینار جوړېږي».
په ورته وخت کې، محترم بدر د یاد سیمینار له ګډونوالو وغوښتل، سره له دې چې د سیمینار وخت کم دی، نو باید ډېره ګټه ترې واخلي، خو وايي: د ادارې رهبري کوښښ کوي، چې د دا ډول سیمینارونو وخت تر دې زیات شي.
د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین په دې هڅه کې دي، چې د بېلابېلو ښوونیزو، روزنیزو او مسلکي پروګرامونو له لارې خپل ملکي او نظامي پرسونل لپاره له اړتیا سره سم لنډمهاله او اوږدمهاله سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي، څو پرمټ یې د پرسونل کاري وړتیاوې لوړې او چارې یې ګټورې، پروخت او غښتلې شي.
ربېع الاول- ۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست
