د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د نورستان له والي سره وکتل

news_admin
Mon, Oct 03 2022 9:09 AM
دیدار والی نورستان با معاون نظامی

محترم پاسوال قاري حبيب الله "بدر" نن(يکشنبې) د نورستان له والي محترم حافظ حکيم "ولي" سره په خپل کاري دفتر کې د دې کتنې پرمهال د یاد ولایت د زندان او توقیفخونو د امنیت او نورو اړوندو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې. محترم بدر د نورستان له محترم والي څخه وغوښتل، چې د دغه ولایت د زندانیانو او توقیفیانو لپاره د ترسره شویو فعالیتونو په ښه توب او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، چې د محترم والي له خوا ورسره د هرډول مرستې او همکارۍ ژمنه وشوه. په ورته مهال، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال محترم پاسوال قاري حبيب الله "بدر" په داسې حال کې، چې د نورستان محترم والي او د ادارې د مرکزي برخو یوشمېر ملکي او نظامي مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د کابل د څرخي پله مرکزي زندان او توقیفخونې څخه لیدنه وکړه او د بندیانو او توقیفیانو حالت یې له نږدې وارزاوه. داراز یې د پایوازۍ بهیر هم وڅاره او مسوولینو ته یې له پایوازانو سره د ښه چلند او اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ. د یادونې وړ بولو، چې د هېواد مرکزي او ولايتي زندانونو او توقیفخونو مسوولین د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه تل هڅه کوي، څو تر پخوا ډېر خپلې چارې په ښه شان ترسره او پرسونل، بندیانو، توقیفیانو، محجوزینو او د هغوی پایوازانو ته مناسبې اسانتیاوې برابرې او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه وکړي. ربېع الاول ۶/ ۱۴۴۴ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS