د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس د تخار ولایت د زندان له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Oct 01 2022 1:38 PM
رییس تعمیرات

تېره ورځ د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف " مستري" په سپارښتنه د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم عبدالرحمان "عابدي" په مشرۍ یو پلاوی تخار ته ولاړ او د دغه ولایت د زندان له مسوولینو سره یې د تعمیراتي او رغنیزو چارو اړوندو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.
په دې خبرو اترو کې، د تخار ولایت د زندان په تعمیراتي برخه کې ټولې ستونزې او اړتیاوې په ګوته او حللارې یې وارزول شوې.
په ورته وخت کې، یاد پلاوي په دغه زندان کې روانې رغنیزې چارې له نږدې ولیدلې او د ښه والي او چټکوالي لپاره یې اړوند مسؤول ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین ژمن دي، چې په دوامداره توګه د هېواد د مرکز او ولایاتو له زندانونو لیدنه او په هره برخه کې یې ستونزو او اړتیاوو ته پروخت رسېدنه وکړي.

ربېع الاول/۲/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS