د غزني د زندان مدیر د یاد ولایت د عامې روغتیا او ادا موسسې رئیسانو سره وکتل

news_admin
Tue, Sep 27 2022 5:11 PM
صحیه

د غزني ولایت زندان مدیر ملا محمد هاشم "حقاني" په داسې حال کې، چې د دغې زندان طبي پرسونل هم موجود وو له یادو رئیسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پراړوندو مسایلو یې خبرې اترې وکړې.
په ورته وخت کې، د ادا موسسې رئیس په دې کتنه کې د نوموړي زندان پرسونل او بندیانو لپاره د نوي روغتیايي کلینیک د جوړولو ژمنه هم  وکړه، چې د زندان د مدیر له خوا د یادې موسسې د دې ګام هرکلی وویل شو.
محترم حقاني زیاته کړه، چې د یاد کلینیک په جوړولو سره به په دې زندان کې د پرسونل او په ځانګړې توګه د بندیانو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لانور ښه والی راشي.

صفر المظفر/۳۰/۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS