د کابل ولایت له توقیفخونې څخه یوه اندازه نشه ییاو ممنوعه توکي تر لاسه شول

news_admin
Tue, Sep 27 2022 5:00 PM
آرشیف

تیر ورځ د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله بدر په سپارښتنه، د دغې ادارې د ښځینه او نارینه امنیتي او کشفي اورګانونو له خوا د یوه منظم پلان له مخې په دقیقه توګه، د دغې توقیفخونې او توقیفیانو تلاشي وکړه، چې په ترڅ کې یوه اندازه نشه یي او د توقیفیانو په لاس جوړ شویو چاقو ګانو، ابګرمیواو منقلونو په ګدون ممنوعه توکي تر لاسه کړ، او کره ارزونې وروسته یې اړوندو مسوولینو ته د نورو اجرااتو لپاره په رسمي توګه وسپارل.
د یادونې وړ بولو، چې یاد بهیر به د ازادۍ سلب په ټولو مرکزونو کې عملي شي.

صفرالمظفر-۳۰/ ۱۴۴۴   
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS