د ننګرهار ولایت د مرکزي زندان رئیس د دغه ولایت د امر باالمعروف او نهې عن المنکر له رئیس سره ولیدل

news_admin
Tue, Sep 27 2022 4:56 PM
ننگرهار

د ننګرهار ولایت د مرکزي زندان رئیس محترم محمد نور "بلال شاهین" تېره ورځ د نوموړي ولایت د امر باالمعروف او نهې عن المنکر له رئیس محترم مولوي لعل محمد "صدیقي" او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې، چې د یاد زندان یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود، پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وشوې.
محترم صدیقي لومړی د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له خوا د الهي او شرعي اصولو رعایتولو په هکله صادر شوي فرمانونه شریک کړل او د نوموړي زندان د پرسونل له لورې د دغو اصولو پر رعایتولو یې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، له بندیانو سره هم له نږدې وکتل او ورته يې نیکې توصیې وکړې.
په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت د مرکزي زندان رئیس محترم محمد نور "بلال شاهین" له یاد پلاوي سره پر دې لیدنې خوښي وښوده او د دغې ولایت د امر باالمعروف او نهې عن المنکر له ریاست سره یې د هر ډول همکاریو کولو ډاډ ورکړ.

صفر المظفر-۳۰/  ۱۴۴۴
د اطلاعاتو اوعامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS