د نشه‌يي توکو د پرېښودنې له مرکزه ۵۰ تنو روږدو بنديانو روغتیا ترلاسه کړه

news_admin
Fri, Aug 13 2021 12:00 PM
به تعداد ۵۰ تن زندانی معتاد در مرکز ترک اعتیاد زندان مرکزی، بعد از تداوی صحت یاب گردیدند

د کابل څرخي پله مرکزي زندان امنیتي مرستیال محترم سمونوال محمود "احمدزي" په دې اړه د یو محفل پرمهال، چې د یاد مرکز رئیس، ډاکټرانو، د زندان یو شمېر نظامي مسوولینو او روغو شویو بندیانو شتون درلود وویل، په نشه يي توکو روږدېدل تدریجي مرګ دی او د اسلام مبارک دین هم ترې مسلمانان منع کړي دي، نو باید ترې ډډه وشي.

محترم احمدزي یادو روغو شویو کسانو ته په خپلو خبرو کې وویل، « په داسې حال کې چې تاسو یو ځل دا توکي وکارول او هېڅ ښه نتیجه مو ترې ترلاسه نه کړه، نو زه ډاډه یم چې بیا به په دې بدې پديدې ځان نه اخته کوئ».

هغه له نوموړ روغو شویو بندیانو وغوښتل، چې پخپل کلک هوډ سره دې په زندان کې دننه ورزشي ټیمونو کې په ورزش بوخت شي او له نشه يي توکو او رواني ستونزو دې ځان وساتي.

په ورته وخت کې د نشه‌يي توکو د پرېښودنې ۵۰ بستریز مرکز رئیس محترم ډاکټر احمد ضیا " اوریا" وویل، له تېرو دوو کلونو راپه دېخوا په ۹ دورو کې۴۸۰ تنه په نشه يي توکو او رواني ناروغيو اخته کسانو درملنه شوې، چې هره دوره کې۵۰ ناروغانو روغتیا ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه، چې دوی په هره ۴۵ ورځينۍ دوره کې د طبي درملنې ترڅنګ ناروغانو ته د دیني عالمانو په مرسته د اسلام له نظره د نشه يي توکو د زیانونو په اړه معلومات ورکوي، د روانپوهانو ډله یې له رواني ستونزو څخه د خلاصون لپاره ښې مشورې ورکوي او د تفریحي وسایلو پرمټ د تفریح امکانات برابروي.

د محفل په پای کې، د نوموړي مرکز د طبي پرسونل په استازيتوب، درې تنو ډاکټرانو ته د ښو خدمتونو په پار ستاينليکونه هم ورکړل شولی.

ټاکل شوې، چې په نوموړي مرکز کې به سر له سبا په لسمه دوره کې د مرکزي زندان د پنځوسو نورو هغو بندیانو، چې په نشه يي توکو اخته دي د درملنې بهیر پیل شي.

زمری- ۲۲/ ۱۴۰۰

د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Sun, Apr 25 2021 2:02 PM
Background image

Mohammad Hamid Tahmasi was appointed as the General Director of the Prison Administration

Mr. Mohammad Hamid Tahmasi was appointed as the  Director of the Prison Administration. Mr. Tahmasi is a graduate of law and political science and has previously served as Minister of. . .

BACK TO NEWS