ولایتي خبرونه:(هلمند، پکتیکا) د هلمند ولایت د زندان رئیس د دې ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د توقیفخونې ودانۍ د رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله
د دې ولایت د زندان رئیس محترم الحاج ملا بهاءالدین "عاطف" د ګرمسېر ولسوالۍ د توقیفخونې ودانۍ د رغنیزو چارو د لیدنې پر مهال وویل؛ یاده توقیفخونه له اوسني عصر سره سم په پاخه او اساسي ډول جوړیږي، چي په بشپړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ د توقیفخونې توقیفیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او ستونزې به یې تره ډیره بریده هوارې شي.
محترم الحاج ملا بهاءالدین عاطف د رغنیزو چارو له مسوولینو څخه وغوښتل چي د یادې توقیفخونې رغنیزي چارې په چټکۍ سره بشپړې کړي څو توقیفیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
پکتیکا:
د پکتیکا ولایت په زندان کې داسلامي امارت پېژنې او اهمیت تر سرلیک لاندې زندانیانو ته یو ورځنی سمینار ترسره شو
د یاد زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په خبره؛ دغه سمینار د الکوثر فکري او کلتوري ټولنې له لورې نوموړي زندان سره په همغږۍ په لاره اچول شوی و، چې زندانیانو ته د اسلامي امارت موخې، تګلارو او اساسي مسوولیتونو او د نظام د اصولو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړ شول.
داراز، ګډونوالو د یاد سمینار په جوړولو خوښي وښوده او وویل؛ چې دا ډول برنامې دوی سره مرسته کوي څو د خپل نظام په اړه هر اړخیز معلومات ولري.
جمادي الاول ۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
