ولایتي خبرونه: (هلمند، پکتیکا، هرات) ای سي ار سي نړۍوالې کمېټې د هلمند ولایت د زندان له (۲۹۰۰) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله
یاده مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ او د ای سي ار سي کمېټې له لورې د یاد ولایت د زندان له (۲۹۰۰)تنو نارینه، ښځینه زندانیانو او محجوزینو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا وړ ژمنیو توکو مرسته کړې ده، چې موخه یې د زندانیانو د روغتیا ساتنې او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې مرسته کول دي.
د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې کمپلې، جرابې، ژمنی جامې او د ژمي په موسم کې د زندانیانو د اړتیا وړ نور توکي شامل دي.
د هلمند ولایت د زندان رئیس محترم مولوي الحاج ملا بهاء الدین "عاطف" د ای سي ار سي نړۍوالې کمېټې څخه د مننې ترڅنګ، یاده مرسته د زندانیانو د روغتیایي او معیشتي اړتیاوو په پوره کولو کې مهمه وبلله.
همداشان، د یاد زندان د روغتیا برخې سره د حفظ الصحې ځانګړې بسته، د پخلنځي او حمامونو د پاکوالي او د لوښو وینځلو مایع او پوډر هم مرسته وکړله.
پکتیکا:
د پکتیکا د زندان امر او مل پلاوي یې د دې ولایت د اورګون او سروبي ولسوالیو له توقیفخونو څخه ليدنه وکړله
د دغه ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین"او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړي ولایت د اورګون او سروبي ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د دغو ولسوالیو د توقیفخونو له توقیفیانو سره په جلا جلا توګه ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړله.
هرات:
دفتر صلیب سرخ، برای زندانیان طبقه اناث ولایت در هرات کمک های زمستانی توزیع نمود.
این مساعدت شامل لوازم زمستانی، مواد بهداشتی و مواد حفظ الصحه بوده که به اثر سعی وتلاش ریاست برنامه های اقتصادی و ستراتیژیک اداره تنظیم امور زندان ها تدارک یافته است.
دراین محفل که عقب پرده شرعی راه اندازی شده بود، محترم ملا شراف الدین "مخلص" رئیس زندان ولایت هرات کمک های نهاد های همکار را در راستای بهبود وضعیت بهداشتی و تأمین نیازهای ضروری زندانیان ارزشمند بیان نمود.
رئیس زندان ولایت هرات همچنان، از دونر ها خواست که به منظور عرضه خدمات بیشتر برای زندانیان در بخشهای مختلف چون آموزش دینی، سواد آموزی، ورزشی و حرفه که اکنون در زندان های کشور فعال می باشد، مساعدت بیشتر نمایند.
جمادي الاول ۲۶/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
